امریکه په افغانیستان کی په خپله ماته پرده اچوی
الجـــــــهاد فی سبیل الله
امریکه په افغانیستان کی په خپله ماته پرده اچوی
ساعت 16:23 | بازدید : 537 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: نوري مقالې

په دې باندي ټوله نړۍ دامریکا دخلکو په ګډون يقین لري، چي امریکا دافغانستان په جګړه کي ماته خوړلي.

ډيلي بېسټ ورځپاڼي په خپله وړمه ورځ ګڼه کي ليکلي، دامریکا دپوځ جګړن ډګرمن ډانیال ډېويس چي په بهرکي يې دامریکا په دوو ماموريتونو کي برخه اخيستي، لیکلي، دافغانستان جګړه له ناکامي سره مخ شوي ده.

ورځپاڼي دډېويس په اړه ویلي، هغه چي اوس هم دامریکا پوځي یونيفارم اغوندي او دنده ترسره کوي ويلي، امریکايي چارواکي په دې اړه په حقائقو سترګي پټوي.

په امریکاکي اوس دافغانستان دجګړې دپای ته رسولو په اړه تاوده بحثونه روان دي، سپينه ماڼۍ په دووبرخو وېشلي ده، ځیني هغه چارواکي چي په ګمانونو باور لري، په دې نظر دي، چي که خپل پوځونه راکم کړي او یوازي يې تر خپلو پوځي اډو محدود کړي، نو کېدلی شي، چي خپل پوځي اشغالي وجود ته په دې هيواد کي دوام ورکړي، هغوی په دې ګمان دي، چي ښايي په دې سره به ددوی پوځیان له مرګ ژوبلي ژغورل شوي وي، جګړه به دکرزي دادارې ملي اردو، پولیس او اربکیان کوي، دعسکرو په کمولو سره به ددوی دځاني زیانونو دکمېدلو ترڅنګ مالي مصارف هم کم وي.

خو دطالبانو له لوري وروستیوبريدونو ددغو چارواکو نظر کمزوری کړی دی، ځکه وروستیو بریدونو وښودله، چي امريکایان به دافغانستان په هيڅ ځای کي هم خوندي نه وي.

له بله پلوه داوباما دمرستیال جوبايډن په ګډون دسپيني ماڼۍ ځيني نور چارواکي په دې اند دي، چي باید له افغانستان څخه خپل ټول پوځونو راوايستل شي، دغه ډله امریکايي چارواکي په دې اند دي، چي ددغه جګړې زيانونه تر ګټي ډير دي، بلکه په ټوله کي نشي کېدلای، ترڅو د غه بايلونکي جګړه وګټي، په افغانستان کي وروستیو بريدونو دجوبايډن ملګري ډير کړي دي، نوموړی اوس کوښښ کوي، ترڅو خپل ملګري ډير کړي.

څنګه چي امريکايي چارواکي له دغه حقيقته انکار نه شي کولای، چي دوی په افغانستان کي ماته خوړلي، نوځکه امریکايي لوړ رتبه چارواکو وړانديز کړی وو، چي باید داوباما دولسمشرۍ ددورې تر پای ته رسېدلو ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وایستل شي.

وال سټريټ ژورنال ورځپاني د۱۹۹۳- ۱۱ په ۲ ورځ دځینو لوړ رتبه امریکايي چارواکو په حواله ليکلي وو: امریکايي چارواکو په پيل کي وړانديز کړی وو، ترڅو لس زره امریکايي عسکر په افغانستان کي پاته شي او تر ۲۰۱۶ کال دولسمشر اوباما ددورې تر پای ته رسېدلو په تدريجي ډول دغه عسکر له افغانستان څخه وايستل شي.

دورځپاڼي په خبره دغه به اوباما ته موکه ورکړي، ترڅو خپل ولس ته ووايي، چي ده دامریکا په تاریخ کي ترټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

اوس چي امریکا غواړي ځان ته دوړو پوزه کيږدي، نو غواړي نړۍ ته داسي وښيي، چي دوی دغه جګړه په خپله خوښه پای ته رسولي او یاکرزي ورسره امنیتي تړون نه لاسليک کاوو، ځکه امریکا په دې هڅه کي ده، چي دافغانستان ماته ددوی نړیوال اعتبار ته زیان ونه رسوي.

داسي څرګنديږي، چي دامنیتي تړون له لاسلیک سره دکرزي اختلاف ددې لپاره نه دی، چي له کرزي سره دافغانستان غم دی او یادامریکا ترګټو دافغانستان ګټي ورته مخکي دي، ځکه دابه څومره عقل ومني، چي یوڅوک تر۲۶ کلونو ډير وخت دبل په غلامي کي تیر کړي، دبل چوپړ دخپل ژوند لومړی هدف وګرځوي او په دې هم پوه وي، که امریکایان وځي، نو له هغوی څخه به الوتکي ته مخکي خيژي او بيرته به له هغوی سره ځي، لکه څنګه چي ورسره راغلی وو، بلکه دکرزي اختلاف په سپينه ماڼۍ کي دامريکايي چارواکو تر هوکړي پوري تړلی دی، ځکه ترڅو چي خپله امریکایانو ددې پرېکړه نه وي کړي، چي ایا په افغانستان کي پاته شي اوکنه، ترهغو کرزی امریکایانو ته دامنیتي تړون په اړه مثبت او یامنفي ځواب نشي ورکولای، ځکه له امنيتي تړون سره دکرزي مواقفه او یانه انکار امريکا له خپلو اهدافو نشي را ګرځولای، نوځکه داسي ښکاري، ترهغو چي دسپيني ماڼۍ چارواکي په یوه لوري نه وي صلاح شوي، ترهغو به کرزی دامريکایانو په اشاره همداسي دشک او تردد خبري کوي، خوکه هغوی په افغانستان کي دجود په اړه سره صلاح شول، نو بيابه کرزي ته اجازه وکړي، چي اوس ووایه، چي امریکایانو له موږ سره زموږ شرطونه منلي نوبناء امنیتي تړون ورسره لاسلیک کوم.

خوکه ماته خوړلي امريکایان په دې سره صلاح شي، چي ماته خوړلې جګړه بریاته نشي رسېدلای، لکه څنګه چي دغه دډيرو لوړ رتبه امریکايي جنرالانو فکر دی، نوبیابه کرزي ته ووايي، چي ته په خپل دريز ټينګ ودرېږه، ترڅو موږ ته دوتلو یوه لاره را برابره شي،نړۍ او افغانانو ته به دا وښیو، چي له موږ سره امنيتي تړون په اصطلاح دافغانستان حکومت نه لاسلیک کاوو، نو ځکه موږ پرته له دې، چي دا جګړه موږ وبايلو، راووتلو او دافغانانو په غوښتنه مو افغانستان دوی ته پرېښود.

په دې ډول به هم امریکادافغانستان جګړه ختمه کړي وي او هم به يې له نړۍ څخه خپله ماته پټه کړي وي، ځکه که نړۍ ته دا روښانه شي، چي غرب په افغانستان کي ماته وخوړه، نوبیايې په ټوله نړۍ کي اعتبار له منځه ځي او هغه دراج او باج دور يې پای ته رسیږي، چي امریکايي نه غواړي له لاسه ورکړي.

تاریخ ثابته کړي،اشغال چي یوځل ماته خوړلي، بیايې لمن له ټولي نړۍ څخه ور ټوله شوي ده او خپله هم ټوټه ټوټه شوی دی، چي غوره مثال يې جماهیر شوري وو، چي اوس یوازي ماسکو پکي پاته دی او انګلستان وو، چي اوس يوازي لندن ورپاته دی.

اوس چي څنګه په افغانستان کي امریکا له ماتي او له نړيوالي رسوايي سره مخ ده، نوځکه ډير کوښښ کوي، ترڅو دغه ماته له نړۍ څخه پټه کړي، خو دغه روښانه ماته او دافغان ولس قهرماني له هیچا پټه نه شي پاته کېدلی، نوځکه به انشاء الله په افغانستان کي دامريکاماته په ټوله نړۍ کي ددوی دماتي پيلامه وي.

موسی مهاجر



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 443
بازدید دیروز : 845
بازدید هفته : 443
بازدید ماه : 3659
بازدید کل : 97280
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 443
:: باردید دیروز : 845
:: بازدید هفته : 443
:: بازدید ماه : 3659
:: بازدید سال : 8637
:: بازدید کلی : 97280